د کابل ښار د تاریخي آبداتو، عامه ساحو او چاپېریال ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه
دوشنبه (۲۵د رجب ۱۴۴۵) د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د کابل ښار د تاریخي آبداتو، عامه ساحو او چاپېریال ساتنې کمېټې چې د کابل ښاروالۍ کلتوري رئیس، د اغاخان د کلتوري خدماتو بنسټ، ښار جوړونې وزارت، چاپیریال ساتنې ادارې او د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست مسؤلینو او استازو پکې ګډون درلود، د هنر او کلتور په معینت کې خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د کابل ښار د ده افغانانو سيمې پر پراختیایي پلان سربېره، په کابل ښار کې لوړپوړېزو ودانیو په اړه چې د تاریخي آبدو د نما او تاریخي سبک د ليدنې مخنيوی کوي او راتلونکي کې چاپیریال له ستونزو سره مخ کوي هر اړخیز بحث وشو.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د هېواد تاریخي آبدې زموږ کلتوري میراث او هویت ده باید ساتنه یې وشي.
ښاغلي عزیزي د یاد کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې په کابل ښار کې د تاریخي آبدو، عامه ساحو او چاپیریال د څارنې ترڅنګ هغه نوې مسلکي پراختيا هم په پام ونیول شي، چې زمونږ لرغونو اقدارو ته زیان اړونکي ونه اوسي.