د کابل ښار د تاریخي آبداتو، عامه ساحو او چاپېریال ساتنې  کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱:۴۶
.....

دوشنبه (۲۵د رجب ۱۴۴۵) د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د کابل ښار د تاریخي آبداتو، عامه ساحو او چاپېریال ساتنې کمېټې چې د کابل ښاروالۍ کلتوري رئیس، د اغاخان د کلتوري خدماتو بنسټ، ښار جوړونې وزارت، چاپیریال ساتنې ادارې او د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست مسؤلینو او استازو پکې ګډون درلود، د هنر او کلتور په معینت کې خپله نوبتي ناسته ترسره کړه. 
په دغه ناسته کې د کابل ښار د ده افغانانو سيمې پر پراختیایي پلان سربېره، په کابل ښار کې لوړپوړېزو ودانیو په اړه چې د تاریخي آبدو د نما او تاریخي سبک د ليدنې مخنيوی کوي او راتلونکي کې چاپیریال له ستونزو سره مخ کوي هر اړخیز بحث وشو. 
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د هېواد تاریخي آبدې زموږ کلتوري میراث او هویت ده باید ساتنه یې وشي. 
ښاغلي عزیزي د یاد کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې په کابل ښار کې د تاریخي آبدو، عامه ساحو او چاپیریال  د څارنې ترڅنګ هغه نوې مسلکي پراختيا هم په پام ونیول شي، چې زمونږ لرغونو اقدارو ته زیان اړونکي ونه اوسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS