د افغانتور تصدۍ د ١٣٩٩کال مالي پلان تاييد شو

گمنام (غیر مصدقہ)
Mon, Mar 16 2020 12:48 PM
د افغانتور تصدۍ د ١٣٩٩کال مالي پلان تاييد شو

د افغانتور تصدۍ د عالي شورا غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د سرپرستې حسينې ساپۍ  په مشرۍ جوړه شوه
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې حسينې ساپۍ د افغانتور تصدۍ د  ١٣٩٨ کال  د لګښتونو او عوايدو رپوټ  واورېد او د دغې تصدۍ د  ١٣٩٩ کال د مالي پلان په اړه  يې د غونډې له غړو سره خبرې وکړې.
په غونډه کې برخه والو د ١٣٩٩ کال د مالي پلان په اړه خپلې نظريې وړاندې کړې.
بايد وويل شي چې په  ١٣٩٨ کال کې د افغانتور تصدۍ عوايد ٣٢ ميليونه افغانۍ او لګښت يې ١٧ ميليونه افغانۍ و.
په غونډه کې چې د ماليې او اقتصاد وزارتونو استازي هم حاضر وو، د افغانتور تصدۍ  د ١٣٩٩ کال د عوايدو او لګښتونه  پلان هم تاييد شو.
کابل / دکب  ٢٥مه / باختر :