د افغانتور تصدۍ د ١٣٩٩کال مالي پلان تاييد شو
د افغانتور تصدۍ د عالي شورا غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې حسينې ساپۍ د افغانتور تصدۍ د ١٣٩٨ کال د لګښتونو او عوايدو رپوټ واورېد او د دغې تصدۍ د ١٣٩٩ کال د مالي پلان په اړه يې د غونډې له غړو سره خبرې وکړې.
په غونډه کې برخه والو د ١٣٩٩ کال د مالي پلان په اړه خپلې نظريې وړاندې کړې.
بايد وويل شي چې په ١٣٩٨ کال کې د افغانتور تصدۍ عوايد ٣٢ ميليونه افغانۍ او لګښت يې ١٧ ميليونه افغانۍ و.
په غونډه کې چې د ماليې او اقتصاد وزارتونو استازي هم حاضر وو، د افغانتور تصدۍ د ١٣٩٩ کال د عوايدو او لګښتونه پلان هم تاييد شو.
کابل / دکب ٢٥مه / باختر :