د زرغونې انا د مقبرې د بنسټېزې رغونې چارې پيل شوې

wares_admin
Sun, Jan 21 2024 11:59 PM
....

نن یکشنبه (۱۰ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د زرغونې انا د مقبرې د بنسټېزې رغونې چارې د اطلاعات او کلتور سرپرست وزير الحاج ملا خير الله خيرخواه، د تاريخي ابداتو د ساتني او رغوني رئیس انجينر محمد حسيب نسيمي، د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني او لسګونو نورو کسانو په ګډون سره پيل شوې.
د اطلاعات او کلتور سرپرست وزير الحاج ملا خير الله خيرخواه وویل: د هيواد په کچه د ځينو تاریخي ابداتو حالت ښه نه وو، د زرغونې انا مقبرې ترميماتي کارونه هم درېدلي وه، چي نن ئې بيرته د د بنسټېزې رغونې پروسه شروع شوه.
ښاغلي خيرخواه زياته کړه؛ د عالي قدر اميرالمومنين حفظه الله د حکم سره سم هغه تاريخي ابدې رغول کيږي، چي حالت ئې سم نه وي او زيات ترمیم ته اړتیا لري، د تاريخي ابداتو د ساحو د غصب د مخنیوي په برخه کي هم ډېر جدي یو.
د تاریخي ابداتو د ساتني او رغوني رئیس انجینر محمد حسيب نسيمي د زرغونې انا مقبرې د ترميم او رغوني په اړه وويل: یاده پروژه درې مياشتي وخت په بر کي نيسي، د رغونې پر چارو ئې ۱۱ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چي د ا.ا.ا د بوديجې څخه ورکول کيږي.
د يادولو ده، چي څو ورځي وړاندي د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا د مقبرو د رغونې کارونه هم پای ته ورسېدل.