پوهاند باوري: په ټولنه کې دتصوف رول دې جوت شي

گمنام (غیر مصدقہ)
Tue, Mar 03 2020 9:35 AM
پوهاند باوري: په ټولنه کې دتصوف رول دې جوت شي


د تصوف دمتنونو پېژندنې او برابرولو کمېسيون دريېمه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې، د دې غونډې په پيل کې پوهاند باوري  د تصوف د طريقو  په پېژندنې او مشخص کولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې بايد په ټولنه کې  د تصوف رول جوت شي.
هغه زياته کړه، د تصوف د لازياتې پېژندنې لپاره دې د افغانستان د تصوفي متنونو نوملړ برابر شي  چې په ملي  ژبو وژباړل شي.
په همدې حال کې د غوڼدې غړو د تصوفي اثارو د پېژندنې، چاپ او ژباړنې په باب خبرې وکړې او پريکړه يې وکړه چې د تصوف  ټولې قلمي  نسخې  دې راټولې او د هغو د چاپولو زمينه دې برابره شي .
دغه کمېسيون د جمهور رييس دفرمان پربنسټ جوړ شوى چې په هېواد کې د تصوفي آثارو په پېژندنې