د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولينو صياد ولسوالۍ ته سفر وکړ
نن یکشنبه ( ۳ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولينو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د تاريخي آبداتو رياست انجينرانو صياد ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما د صياد ولسوالۍ له معاون ملا محمد ياسين انس سره د ليدنې په ترڅ کې له نوموړي د تاريخي آثارو او لرغونو سيمو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د نوموړي له لوري د هر ډول همکارۍ کولو ژمنه ورکړل شوه.
د صياد ولسوالۍ معاون د اطلاعاتو او کلتور له رئيس څخه په ياده ولسوالۍ کې د کتابتون د جوړولو غوښتنه وکړه، چې د ښاغلي حقنما له لوري يې د جوړولو ژمنه وشوه.
ښاغلي حقنما وويل: د سفر څخه يې موخه د تاريخي ځايونو څخه ليدنه، د سروې کول او د پروژو جوړول دي، دوی په ياده ولسوالۍ کې له دوه تاريخي ځايونو د دیوبند قره زيارت او د ولسوالۍ له زوړ جامع جومات څخه ليدنه وکړه، چې د سرپل په اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګي ميراثونو په حیث ثبت دي.