د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولينو صياد ولسوالۍ ته سفر وکړ

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۴
....

نن یکشنبه ( ۳ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولينو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د تاريخي آبداتو رياست انجينرانو صياد ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما د صياد ولسوالۍ له معاون ملا محمد ياسين انس سره د ليدنې په ترڅ کې له نوموړي د تاريخي آثارو او لرغونو سيمو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د نوموړي له لوري د هر ډول همکارۍ کولو ژمنه ورکړل شوه.
د صياد ولسوالۍ معاون د اطلاعاتو او کلتور له رئيس څخه په ياده ولسوالۍ کې د کتابتون د جوړولو غوښتنه وکړه، چې د ښاغلي حقنما له لوري يې د جوړولو ژمنه وشوه.
ښاغلي حقنما وويل: د سفر څخه يې موخه د تاريخي ځايونو څخه ليدنه، د سروې کول او د پروژو جوړول دي، دوی په ياده ولسوالۍ کې له دوه تاريخي ځايونو د دیوبند قره زيارت او د ولسوالۍ له زوړ جامع جومات څخه ليدنه وکړه، چې د سرپل په اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګي ميراثونو په حیث ثبت دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۰
Background image

نصب بنرهای فرمان شماره ۱۷ در ساحات ولسوالی ده‌سبز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل بنرهای فرمان شماره هفده زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی را در بخش‌های مختلف ولسوالی ده‌سبز این ولایت نصب کرد.
به گفتۀ مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

رییس امور جوانان؛ جوانان در تحکیم نظام و آبادی کشور مسوولیت اساسی دارند

این اظهارات را مولوی محمد داوود آغا هاشمی رییس امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ، در سیمینار یک‌روزه تحت عنوان (رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام ا.ا.ا. و آبادی کشور) در ولایت جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار اصلاحی و فکری در الینگار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار اصلاحی و فکری را با هدف جلوگیری از رسوم ناپسند و شناخت افکار باطل به حدود ۲۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرد. . .

BACK TO NEWS