زابل کې د خصوصي ښوونځي زده کوونکو ته د عامه کتابتون په اړه معلومات ورکړل شول.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون په انګړ کې د يوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو سره د مطالعې د ارزښت په اړه لنډمهاله ناسته تر سره شوه چې د مسؤلینو له لورې د کتابتون او موزیم مهمې برخې هم وروپیژندل شوې.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل وویل: د زابل عامه کتابتون اسلامي، فرهنګي، ادبي، ټولنیز، او یو شمېر نور کتابونه لري چې دا مهال ورڅخه د زابل ځوانان په وړیا ډول سره استفاده کوي.
د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر وايي: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو ته د زده کړو په برخه کې ژمن دي چې اسانتیاوې را منځ ته کړي، د ده په وینا د کتابتون تر څنګ دا مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست سلګونه ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي زده کړو وړیا کورسونه لري چې بې وزله ځوانان ترې استفاده کوي.
د خصوصي ښوونځي مسؤلینو او زده کوونکو وویل: د زابل عامه کتابتون کې د مطالعې لپاره ښه کتابونه موجود دي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې مننه وکړه چې زابلي ځوانانو ته یې د وړیا زده کړو زمینه مساعده کړې ده په پای کې د یاد ښوونځي له لورې د زابل د عامه کتابتون لپاره د کتابتون مدیر ملا ضیالحق ته شپږ ۶ جلده کتابونه هم ورکول شول.
١٤٤٥/٦/١٣هــ ق
١٤٠٢/١٠/٥هــ ش