د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس له يو شمېر تاريخي سيمو څخه ليدنه وکړه

wares_admin
Sun, Nov 05 2023 2:26 PM
....

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما چې د ياد رياست د اطلاعاتو آمر او تاريخي ميراثونو د ساتنې مدير يې ملتيا کوله، د دغه ولايت د خواجه علي جوزجاني د مقبرې، د خشت پل تاريخي جومات او د خانقا جومات له تاريخي سيمو څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي حقنما له دغو تاريخي ځايونو څخه د ليدنې پر مهال وويل: چې تاريخي آبدات د ټول هېواد معنوي شتمني ده. ساتنه او بیارغونه يې د حکو مت او ولسي وګړو ګډ مسؤليت دی. 

۱۴۴۵/۴/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۴ هـ ش