د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پر زندانیانو  قرطاسیه ووېشل شوه

wares_admin
Thu, Oct 19 2023 11:04 PM
.....

نن پنجشنبه(۱۴۴۵/۴/۴ هـ ق) د مطالعې د کلتور د دودولو په پار د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د یاد ولایت د محبس څخه د لیدنې پرمهال زندانیانو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه ډالۍ کړل.
ښاغلي نوراني صاحب له بندیانو سره په لیدنه کې د دوی له حالاتو، آسانتیاوو او ستونزو د پوښتلو تر څنګ، د مطالعې کلتور د عامولو په پار بندیانو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه ډالۍ کړل، تر څو په فارغ وخت کې مطالعه وکړي، په بېلابېلو برخو کې معلومات ډېر کړي او له مطالعې څخه مؤثره ګټه پورته کړي. همدارنګه نوراني صاحب زیاته کړه، هغه کسان چې سواد او علم لري، له نورو ملګرو سره دي د علم او زده‌کړې په برخه کې همکاري وکړي او خپل وخت دې بې ځایه نه تېروي.
د بلخ ولایت د عمومي زندان رئیس حافظ عبدالرحمن همت د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس څخه مننه وکړه، چې د محبس له ادارې او بندیانو څخه یې لیدنه وکړه. ښاغلي همت صاحب زیاته کړه، د بندیانو لپاره لازمې او اړینې اسانتیاوې برابرې شوې او ټولو اړتياوو ته یې پاملرنه کېږي.