د سیرت النبيﷺ د سیالۍ آزموينه ترسره شوه

wali_admin
Sun, Oct 01 2023 12:34 PM
د سیرت النبيﷺ د سیالۍ آزموينه ترسره شوه

 

 د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو مدیر مولوي نعمت‌الله محمدي وايي: د نبي اکرم ﷺ د سيرت د سيالۍ په آزموينه کې له ٣٨٠ تنو ګډون کوونکو څخه چې مخکې یې د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې نوم لیکنه کړې وه، آزموینه واخیستل شوه او د دې سیالۍ لسو غوره کسانو ته به جایزې ورکړل شي.
ښاغلي محمدي زیاته کړه، د دې سیالیو له ترسره کولو څخه یې موخه د اسلام د پیغمبرﷺ د سیرت او صورت مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.
د دې سياليو دوه تنه څارونکي، مولوي عبدالحميد او مولوي حکمت‌الله حکیمي هم د يادې سيالۍ د ترسره کولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: یاده سيالي په شفاف ډول ترسره شوه او د همدې سياليو ګډونوال به د نبی اکرمﷺ د سیرت په مطالعې سره خپل ژوند د رسول‌اللهﷺ د سيرت سره سم جوړ کړي.
په ورته مهال کې د نبي اکرمﷺ د سیرت د سیالۍ ګډونوالو د نیمروز له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د دې سیالۍ د ترسره کولو له امله مننه وکړه او یاده سیالي یې شفافه وبلله او د دوی د ګډون موخه، د ښېګڼو، اخلاقو او د اسلام د پیغمبرﷺ د ژوند په اړه زده کړه یاده کړه.

۱۴۴۵/۳/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۸ هـ ش