حسينه ساپۍ: د افغانستان خلک په دې پوهېږي چې خپل برخليک څه ډول وټاکي

moic_admin
Sat, Aug 17 2019 9:22 AM
حسينه ساپۍ: د افغانستان خلک په دې پوهېږي چې خپل برخليک څه ډول وټاکي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په هغې غونډه کې چې د هېواد        د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د لاښې نمانځنې په مناسبت جوړه شوې وه وويل، د افغانستان خلک  په دې پوهېږي چې خپل برخليک څه ډول وټاکي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې د دغه وزارت د مشرتابه هيئت او کارکوونکو په  ګډون د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په  تالارکې  جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې غونډې ته په وينا کې وويل، خلک د پرمختګ په لور روان دي او سږنى جشن په داسې حال کې نمانځل کېږي  چې د هېواد په اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي برخو کې اساسي بدلونونه رامنځته شوي دي.
ساپۍ وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  ټولو بنسټونو ته لارښوونه شوي چې د خپلو کاري پروګرامونو راپور له مرکز سره شريک کړي، څو د هغو له مخې مستند فلم جوړ شي.
هغې دغه رازله خلکو څخه هم وغوښتل چې په هر ډول چې کولاى شي د يادې ملي او تاريخي  ورځې درناوى دې وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ١٣٩٨ کال له پيل څخه د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت په هېواد کې زياتې غونډې جوړې شوې دي.