په نیمروز کې د کتابونو ټولولو کمپاین پیل شو

wares_admin
Sat, Sep 09 2023 9:27 AM
.....

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست، علماوو، ليکوالانو او ځوانانو له لوري، د همدې ولايت د عامه کتابتون د بډاینې په موخه، د کتابونو راټولولو کمپاین پیل شو. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام د ټولنې پر وړاندې د ځوانانو مسؤليت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د الله جل جلاله د عبادت وروسته، د هر مسلمان وجیبه او مسؤلیت دی، چې خپل فردي او ټولنيز مسؤلیتونه، وپېژني او ورته پاملرنه وکړي.
ښاغلي الهام له لیکوالانو او ځوانانو وغوښتل، چې شته ستونزې په ګوته کړي او له نظام سره په همغږۍ یې له منځه یوسي.
په ورته وخت کې الحاج مولوي عبدالودود فاروقي، استاذ بسم‌الله اکرمي او استاذ عبدالقدوس مختارزاده د استاذانو او ليکوالانو په استازيتوب د علم د حاصلولو، مطالعې او د وخت په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې کتاب يو ميراث او ښه پانګه ده‌، په راټولولو کې یې باید ټول هڅې وکړو.
دوی له ځوانانو او لیکوالانو وغوښتل له وخت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ او د علم په ترلاسه کولو کې یې وکاروئ.

۱۴۴۵/۲/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۶ هـ ش