په نیمروز کې د کتابونو ټولولو کمپاین پیل شو

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۲۷
.....

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست، علماوو، ليکوالانو او ځوانانو له لوري، د همدې ولايت د عامه کتابتون د بډاینې په موخه، د کتابونو راټولولو کمپاین پیل شو. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام د ټولنې پر وړاندې د ځوانانو مسؤليت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د الله جل جلاله د عبادت وروسته، د هر مسلمان وجیبه او مسؤلیت دی، چې خپل فردي او ټولنيز مسؤلیتونه، وپېژني او ورته پاملرنه وکړي.
ښاغلي الهام له لیکوالانو او ځوانانو وغوښتل، چې شته ستونزې په ګوته کړي او له نظام سره په همغږۍ یې له منځه یوسي.
په ورته وخت کې الحاج مولوي عبدالودود فاروقي، استاذ بسم‌الله اکرمي او استاذ عبدالقدوس مختارزاده د استاذانو او ليکوالانو په استازيتوب د علم د حاصلولو، مطالعې او د وخت په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې کتاب يو ميراث او ښه پانګه ده‌، په راټولولو کې یې باید ټول هڅې وکړو.
دوی له ځوانانو او لیکوالانو وغوښتل له وخت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ او د علم په ترلاسه کولو کې یې وکاروئ.

۱۴۴۵/۲/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۶ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

لوګر زندان کې د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ د دې ولایت زندان کې د ۲۵۰ زندانیانو ترمنځ د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۱۴
Background image

سرپل کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤولیت) په نوم روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ ۲۰۰ تنو ځوانانو ته د سرپل ولایت د عامه کتابتون په تالار کې د (اسلامي نظام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې (افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور) په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډې همکارۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ د معرفي کولو او د. . .

BACK TO NEWS