هرات کې د فریلانسینګ او پراختیا مرکز پرانیستل شو
په هرات ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد له لوري د انلاین کار موندنې (فریلانسینګ) تر ټولو لوی مرکز د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، کلتورپالو او ځوانانو په حضور کې پرانیستل شو.
په دې اړه د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وايي، حکومت هڅه کوي، چې د امنيت د تامين ترڅنګ ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره کړي.
ور پسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وايي، که څه هم کم ځوانان له فریلانسینګ سره بلدتیا لري، خو بیا هم په دې برخه کې د کار کولو له لارې ښه عاید ترلاسه کولای شي.
ښاغلي راشد وویل، اسلامي نظام د علمي او اقتصادي پرمختګ لپاره بې ساري پلانونه لري.
د یاد پروګرام په جوړولو ځوانانو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې له دې لارې به ښه عاید ترلاسه کړي.
د آزادو پروګرامونو مسؤل استاد نصیر احمد وايي، دا پروګرام هېڅ ډول پانګونې ته اړتیا نه لري او نه هم په کې تاوان شته، د هغه په خبره ټول غوښتونکي به شل ورځې روزل کیږي او وروسته به کار پیلوي.
۱۴۴۵/۱/۸ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۳ هـ ش