کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس په جنوب لویديځه حوزه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له مسؤل سره وکتل

wali_admin
Mon, Jul 24 2023 3:18 PM
کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس په جنوب لویديځه حوزه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له مسؤل سره وکتل

 

نن (۱۴۴۵/۱/۷ هـ ق) په جنوب لویديځه حوزه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر احمد لودين د اطلاعاتو او کلتور رياست کې د یاد ریاست له رئيس مولوي انعام الله سمنګاني سره وکتل.
ښاغلي سمنګاني د خبريالانو او رسنيو د مسؤلينو تر منځ پر همغږۍ بحث وکړ او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د ا.ا.ا د خبريالانو او رسنيو سره بشپړې همکارۍ ته ژمن دی.
په دغه کتنه کې د خبريالانو لپاره پر روزنیزو پروګرامونو هم بحث وشو، تر څو خبريالان په خپلو چارو کې نور هم مسلکي او خپل کارونه په ښه ډول مخته يوسي.
ورپسې ښاغلي لودين د خبريالانو لپاره د روزنيزو پروګرامونو اړوند ډاډ وړاندې کړ او زیاته یې وکړه، چې د ا.ا.ا د رسنيزو اصولو مطابق خبريالانو ته د اړينو روزنيز پروګرامونو جوړولو امکانات لري.