د شیوکیو سټوپې لرغونې سیمې د کیندنو علمي ګزارش د کتاب په بڼه چاپ شو
د شیوکیو سټوپې لرغونې سیمې د کیندنو علمي ګزارش تر سرليک لاندې علمي اثر چې د لرغون پوهنې ریاست مسلکي کارمندانو له لوري لیکل شوی و، د کلتوري میراثونو د ساتنې نړیوالې ټولنې (ALIPH) په مالي او د افغان کلتوري میراثونو د ساتنې مشورتي موسسې (ACHCO) په تخنیکي مرسته په 240 مخونو کې چاپ شو. چې 500 ټوکه یې د اچکو موسسې مسؤل انجنیرعبدالجلیل ریان د لرغون پوهنې رئیس ذبیح الله سادات ته وسپارل شول.
د لرغون پوهنې رئیس ذبیح الله سادات د اچکو او الف موسسې له مالي او تخنیکي مرستو د مننې ترڅنګ زیاته کړه، لکه څرنګه چې معلومه ده لرغونپوهنه د ساحوي لاسته راوړنو او معلوماتو له مخې د تاریخ د تیارو برخو رڼا کولو زمینه برابروي نو ځکه د دې علم کارونه يوازې په لرغونې سیمې پورې منحصر نه دي، بلکې د کتابونو او مقالو د نشر له لارې د علم او هنر مينه والو ته خدمت او د دا ډول کتابونو چاپ د لرغون پوهنې په پرمختګ کې خورا اغېزمن ثابتېدلی شي.
۱۴۴۴/۱۲/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۱۳ هـ ش