د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د ميدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

wares_admin
Wed, May 24 2023 3:11 PM
....

نن چهار شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۴ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ميدان‌ وردګ ولايت  د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس حبيب الله "مجاهد" سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي مجاهد د محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړې  او زیاته یې کړه چې په نږدې ورځو کې به د قلموالو او فرهنګپالو لپاره د مڼه ګل مشاعره جوړه شي او په پراخه کچه به د لیري او نږدې سیمو مشران، لیکوالان، قلموال او فرهنګپال پکې را غونډ شي.
وروسته ښاغلي خیرخواه د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا بهبود او پرمختګ لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې د یادي مشاعري په جوړولو کې به ورسره پوره پوره همکاري وشي.