تاریخي آثار د ملتونو ګډه شتمني ده، ساتل یې هم د ټولو مسؤلیت دی
یادې څرګندونې نن پنجشنبه (۱۴۴۴/۱۰/۲۸ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم ملا خیرالله خیرخواه د موزیمونو نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.
په پیل کې ښاغلي خیرخواه د موزیمونو نړیوالي ورځې لمانځغونډې ټولو میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښې یې وښوده چې په یو داسې غونډه کې سره راټول یو، چې د ملي موزیمونو د ساتنې او لمانځلو په پار جوړه شوې ده.
نوموړي د خپلو برو په دوام وویل، ملي موزیمونه او تاریخي آثار د ټولو ملتونو ګډه شتمني ده او ساتل یې هم د ټولو ګډ مسؤلیت دی او زیاته یې کړه چې تاریخي آثار په یو ملت پوري ځانګړي نه دي او نه باید په سیاسي موضوعاتو پسي وتړل شي.
ښاغلي وزیر پر نړیوالو ږغ وکړ، چې تاریخي آثار د سیاستونو ښکار مه ګرځوئ، راځئ په ګډه یې ساتنه وکړو.
په ورستیو کې یې د ملي موزیم او ټولو همکارانو څخه د زړه له تله مننه وکړه، ددوی هڅې یې وستایلي او په کارونو کې یې د لا ډېري بریا غوښتنه ورته وکړه.