پروان او کاپیسا ولایت ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلاوي سفر

wali_admin
Tue, May 16 2023 9:25 AM
...............

 

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان تور دولتي شرکت د څارنې ټیم چې مشري یې د مېلمستونونو آمر مولوي عصمت الله معروفي کوله، پروان ولایت ته د سیاحتي شرکتونو او مېلمستونونو د څارنې په موخه سفر وکړ.
هلته یې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحیمي، د ګرځندوی آمر عتیق الله صافی سره لیدنه وکړه.
 اول یې د سیاحتي شرکتونو، مېلمستونونو د بررسۍ، او نظارت په اړه خبرې وکړې، ورپسې یې د یادې کمیټې په ملتیا د دې ښار له ټولو شرکتونو څخه څارنه او نظارت وکړ.
ور پسې، یاد ټېم له غرمې وروسته کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د بررسۍ کمیټې غړو، د عدلیې ریاست آمر او د ګرځندوی آمر په ملتیا د نوموړي ولایت له ټولو سیاحتي شرکتونو څخه څارنه او نظارت تر سره کړ.
د یادونې وړ ده چې د افغان تور دولتي شرکت د څارنې ټېم به د پلان مطابق د هیواد ټولو ولایاتونو ته په همدې موخه سفرونه وکړي.

۱۴۴۴/۱۰/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۵ هـ ش