په هلمند کې د ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د هڅونې په موخه غونډه جوړه شوه

wares_admin
Mon, May 08 2023 9:35 AM
....

تېره ورځ د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د لا هڅونې په موخه غونډه جوړه شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو مدیر قاري عبدالباري حنظله، د دغه ښوونیز مرکز ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی و.
په پیل کې یې د ځوانانو مدیر قاري حنظله د تعلیم پر اهمیت خبرې وکړې او په یاده برخه کې یې زده کوونکو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې د یاد مرکز له لوري زده کوونکو ته د لا هڅونې او ښوونکو ته هم د هغوۍ د زیار ایستلو په موخه جایزې ورکړل شوې.

 ۱۴۴۴/۱۰/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۸ هـ ش