اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ ولمانځله
نن چهارشنبه ۱۴۴۴/۱۰/۱۳ هـ ق چې د مې میاشتې له دريمې نيټې او د مطبوعاتو د ازادۍ له نړيوالې ورځې سره برابره ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د حکومت د رسنيو په مرکز کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوړ رتبه مسؤلینو او د ملي او بين المللي رسنيو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی و.
غونډه د باختر خبري اژانس د رئيس ضياءالحق حقمل له لوري د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د هنر او کلتور معين ښاغلي مولوي عتيق الله عزيزي د ښه راغلاست او پرانیستې وينا وکړه، نوموړي د مې میاشتې دريمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت ټولو ملي او بين المللي رسنيو ته مبارکي وويله او رسنۍ يې د ټولنې د غږ انعکاس کوونکي وبللې.
نوموړي زياته کړه، د اشغال سره د مبارزې پر وړاندې اسلامي امارت يواځې نه و، بلکې په ملي روحيه سنبالو رسنيو او ژورنالستانو، لیکوالانو او ادیبانو هم د ولس حقايق او د اشغال ناروا کړنې په حقيقي ډول را سپړلې، اوس هم بايد ژورنالیستان له دولت او ملت سره لاس يو کړي او خلک وحدت او اسلامي نظام ته راوبولي.
ښاغلي عزيزي د رسنيو پر وړاندې د اسلامي امارت د پاليسيو په اړه وویل، چې د رسنیو لپاره کومه نوې تګلاره نه لري، بلکې هر هغه څه چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي موږ ته د منلو وړ دي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وويل، اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته ژمن دی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت يواځینۍ اداره ده چې د رسنيو ستونزو ته به رسيدګي کوي. دغه وزارت د رسنيو په غوښتنه د رسنيزو تيروتنو کميسيون جوړ کړو، تاسو شاهدان يی چې د رسنيو د تقويې لپاره ځينې اقدامات شوي، دا مهال په افغانستان کې ۳۷۳ رسنۍ فعاليت کوي. همدا راز ۶ نوې رسنۍ ايجاد شوي دي، همدا رنګه د رسنيو د شکايت په اساس د پراګنده نشراتو د مخنيوي په موخه د ژورنالیستانو د ثبت کولو لپاره منظم ډيټابیس جوړ شوی، تر څو مسلکي ژورنالیستان پکې ثبت شي.
ورپسې د موبي ګروپ رئيس محمد نبي سروري خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د اسلامي امارت په راتلو سره موږ فکر کوو، چې د تلويزيون د نشراتو مخنيوی به وشي، خو د شکر ځای دی چې اوس هم لسګونه تلويزيوني شبکې نشرات لري.
ور پسې د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي په نمايندګۍ استاد شفيق وردګ ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي وويل، د افغانستان د رسنيو مشکلات تاريخي ريښې لري، موږ او تاسو واحد او اساسي تعريفونه نه لرو، ځکه مشکلات له ننه سبا ته پاتې کيږي، باید د ستونزو لپاره د اساسي او واحد تعريف جوړولو لپاره ګډ کميسيونونه جوړ شي.
نوموړي همداراز وويل، ژورنالیستان بايد د ځان لپاره د خپلو ټولنو له لوري اخلاقي کړنلارې جوړې کړي، همدا راز باید په رسنيزو اخلاقو غور وکړل شي.
همدا راز د غونډې په جریان کې آصف وردګ، شبیر احمد ابرا هيمي، حجت الله مجدیدي، بشیر هاتف، عبد القدیر ویاړ، د خبري اژانسونو نماینده او د راډیو ګانو نماینده خبرې وکړې او د مطبوعاتو پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه. چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معين مولوي سعدالدین سعيد لخوا ورته د ستونزو د حل ډاډ ور کړل شو.
غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري سر چینو رياست رئیس عبدالحق حماد په دعایه وینا پای ته ورسیده.