د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې يوه لرغونې کلا کشف شوه

wares_admin
Mon, May 01 2023 12:02 PM
....

 نن دوشنبه ( ۱۱ د شوال ۱۴۴۴ ) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خبر له مخې د ده صلاح ولسوالۍ د  تل غازي  سيمه کې د مير غازي بيک په نوم لرغونې کلا کشف او سروې کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله هاشمي وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د راغلي پلاوي په ملتيا يې ياده لرغونې کلا کشف او سروې شوه، چې اوږده تاريخي مخينه لري.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمريت مسئولين وايي، ياده لرغونې کلا  د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د راغلي پلاوي او د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست د لرغون پيژندنې ټيمونو له لوري کشف شوې، چې سروې يې هم ترسره شوه، ياده کلا په اسلامي دورې پورې اړه لري.

۱۱/۲/۱۴۰۲/ ه ,ش