د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې يوه لرغونې کلا کشف شوه
نن دوشنبه ( ۱۱ د شوال ۱۴۴۴ ) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خبر له مخې د ده صلاح ولسوالۍ د تل غازي سيمه کې د مير غازي بيک په نوم لرغونې کلا کشف او سروې کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله هاشمي وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د راغلي پلاوي په ملتيا يې ياده لرغونې کلا کشف او سروې شوه، چې اوږده تاريخي مخينه لري.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمريت مسئولين وايي، ياده لرغونې کلا د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د راغلي پلاوي او د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست د لرغون پيژندنې ټيمونو له لوري کشف شوې، چې سروې يې هم ترسره شوه، ياده کلا په اسلامي دورې پورې اړه لري.
۱۱/۲/۱۴۰۲/ ه ,ش
