د ځوانانو چارو معین حافظ محمدیونس راشد د لغمان ځوانانو سره ازاد بحث ترسره کړ

wali_admin
Thu, Mar 16 2023 12:44 PM
شبل

د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد د لغمان ځوانانو سره ازاد بحث ترسره کړ

تېره ورځ د ځوانانو چارو معین ښاغلي قاري یونس راشد لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډ تالار کې "د ځوانانو روښانه راتلونکي لپاره د شته فُرصتونو" تر سرلیک لاندې جوړ شوي سیمینار کې د ازاد بحث او مناظرې ترڅنګ، د لغمان ځوانانو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې د‌ حل په موخه واوريدې.
نوموړي د لغمان ځوانانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ترڅنګ یې د ځوانانو په روزنه ټینګار وکړ.
نوموړي وویل چې په داسې یو پلان کار کوي، چې په ترڅ کې یې د ځوانانو لپاره د زده کړو ترڅنګ د کار زمینه هم برابره شي.
په غونډه کې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په خپلو خبرو کې د ځوانانو چارو معین ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د لغمان ځوانانو ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اوري.
نوموړي د لغمان ځوانانو څخه وغوښتل چې له شته فُرصتونو څخه زیاته استفاده وکړي.
۱۴۴۴/۸/۲۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش