په پنجشېر کې د فرهنګي کارونو د پرمختګ لپاره د پلانونو د پلي کولو هڅې رواني دي

wares_admin
Wed, Feb 22 2023 12:25 PM
....

يادې څرګندونې د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي نصرالله ملک زاده په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
نوموړی وویل، چې دغه پلانونه د فرهنګي ميراثونو د ساتنې، د فرهنګي پروګرامونو پراخول، د پنجشير د مشهورو شخصيتونو معرفي کول، د سيلانيانو د جلبولو لپاره د زمينې برابرول، د ځوانانو د استعدادونو روزل، د رسنیو د کارونو، په ځانګړې توګه د خصوصي رسنیو د بنسټونو د ودې لپاره ښه زمینه برابرول، او د لرغوني کلتور بیا ژوندي کول دي.
ښاغلي ملک زاده زياته کړه، چې د دغو چارو د عملي کولو په اړه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه سره هم کتلي دي. د نوموړي په خبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري هم د دغه ډول پروژو د پلي کولو ملاتړ کوي او ژمنه يې کړې، چې په عملي کولو کې به يې همکاري کوي.
 ۱۴۴۴/۸/۱ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۳ هـ ش