د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ولایتي ریېسان د هېواد او ولس لا ډېر خدمت او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته وهڅول

گمنام (غیر مصدقہ)
Thu, Mar 10 2022 10:23 AM
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ولایتي ریېسان د هېواد او ولس لا ډېر خدمت او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته وهڅول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیر الله خیر خواه د اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي ریېسانو لپاره د ظرفیت لوړونې، همغږۍ او پالیسۍ په موخه جوړ شوي روزنیز سیمینار کې ولایتي رییسان د هېواد او ولس لا ډېر خدمت او د فرهنګ میراثونو ساتنې ته وهڅول.

دغه سیمینار په پلازمېنه کابل کې د سه شنبې په ورځ پیل او د چهار شنبې په ورځ ناوخته پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه د ولایتي ریېسانو ترسره کړي خدمتونه وستایل. ښاغلي خیر خواه د ولایتي رییسانو مسوولیتونه درانه او حساس وبلل او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لیدلوری یې ورته واضح  کړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ولایتي رېیسان د هېواد او ولس لا ډېر خدمت او د فرهنګي میراثونو ساتنې  کې پاملرنې ته وهڅول.

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت پر نشراتي پالیسۍ رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې ولایتي ریېسان باید د سیمه ييزو رسنیو د فعالیت لپاره مناسبه زمینه چمتو او له هغوی سره همکاري وکړي.

 په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د ټولو فرهنګي میراثونو پر ثبت ټینګار وکړ او په دې اړه یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریېسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د راډیو ټلوېزیون عمومي‌ رېیس مولوي احمدالله وثیق د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او راډیو ټلوېزیون د آمریتونو تر منځ پر ښې همغږۍ او ګډ کاري میتود تاکید وکړ او په ولایتي کچه یې د دې دوو مهمو اطلاعاتي بنسټونو ښه تفاهم خورا مهم وباله.

د ګرځندوی، اداري او مالي معین مولوي سعد الدین سعید په هېواد کې د توریستي جاذبو او عایداتي سرچینو د تثبیت او اغېزمنتیا په تړاو ولایتي ریېسانو ته اړین معلومات ورکړل.

په دغه سیمینار کې د قندهار، بلخ، هرات، ننګرهار او خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ريېسانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزې، وړانديزونه او پیشنهادونه یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې د سیمینار په وروستۍ ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي رییسانو ملي ارشیف، ملي موزیم او بابر بڼ هم وکتل.