د رويټرز فوټو ژورنالیست دانش صديقي په قندهار کې ووژل شو

گمنام (غیر مصدقہ)
Fri, Jul 16 2021 2:42 PM
د رويټرز فوټو ژورنالیست دانش صديقي په قندهار کې ووژل شو

د رويټرز خبري آژانس هندي توکمی خبریال او عکاس دانش صديقي نن سهار د قندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې له جګړو څخه د رپوټ د برابرولو په وخت کې ووژل شو.
ويل کېږي د رويټرز خبري آژانس دغه ځوان فوټو ژورنالیست دوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته راغلی و او له جګړو څخه د خبر د چمتو کولو په خاطر د قندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته تللی و.
که څه هم د قندهار امنيتي سرچینو تر اوسه د دغه خبریال د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو يوشمېر کورنيو او بهرنيو خبري آژانسونو په سپين بولدک کې د دغه فوټو ژورنالیست د وژل کېدو خبر خپور کړى دى.
په همدې حال کې د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له باختر آژانس سره په ټليفوني اړيکه کې د دانش صديقي وژل کېدل تاييد کړي دي.

کابل/ د چنګاښ ۲۵ مه/ باختر