د يو شمېر افغان او هندي هنرمندانو د انځورګرۍ هنري آثارو نندارتون جوړ شو

گمنام (غیر مصدقہ)
Tue, Jun 29 2021 3:49 PM
د يو شمېر افغان او هندي هنرمندانو د انځورګرۍ هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د يو شمير افغان او هندي هنرمندان د انځورګرۍ هنري اثارو د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هنري او فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې: د مراسمو په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د ويډيو کنفرانس له لارې د فرهنګ او هنر پر رول او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو پرمخينې خبرې وکړې او د دواړو هېواد د هنري او فرهنګي اړيکو پر پراختيا يې ټينګار وکړ.

هغه څرګنده کړه چې له هېواده بهر، ښايي د رسنيو له لارې خلکو ته د افغانستان اصلي تصوير او حالت منعکس نه شي، خو هنر داسې وسيله ده  چې د هنرمندانو په مرسته يې کولاى شي د افغانستان اصلي تصوير، د افغانستان د خلکو حالت د خپلو هنري آثارو له لارې د پيغامونو په قالب کې  وړاندې کړي.

دغه راز د دې ويډيو کنفرانس له لارې،  يو شمير افغان او هندي هنرمندانو د خپلو  نقاشيو په اړه چې بيلابيلو پيغامونه وړاندې کوي معلومات ورکړل او خپل احساسات يې څرګند کړل

دغه نندارتون د هندوستان د (ابيګان) فرهنګي بنسټ او په هند کې د افغانستان سفارت د فرهنګي برخې په همکارۍ جوړ شو او د يو شمير افغان او هندي هنرمندانو د انځورګرۍ اثار پکې نندارې ته وړاندې شول.

کابل/ د چنګاښ ٨ مه/ باختر