د يو شمېر افغان او هندي هنرمندانو د انځورګرۍ هنري آثارو نندارتون جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۵:۴۹
د يو شمېر افغان او هندي هنرمندانو د انځورګرۍ هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د يو شمير افغان او هندي هنرمندان د انځورګرۍ هنري اثارو د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هنري او فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې: د مراسمو په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د ويډيو کنفرانس له لارې د فرهنګ او هنر پر رول او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو پرمخينې خبرې وکړې او د دواړو هېواد د هنري او فرهنګي اړيکو پر پراختيا يې ټينګار وکړ.

هغه څرګنده کړه چې له هېواده بهر، ښايي د رسنيو له لارې خلکو ته د افغانستان اصلي تصوير او حالت منعکس نه شي، خو هنر داسې وسيله ده  چې د هنرمندانو په مرسته يې کولاى شي د افغانستان اصلي تصوير، د افغانستان د خلکو حالت د خپلو هنري آثارو له لارې د پيغامونو په قالب کې  وړاندې کړي.

دغه راز د دې ويډيو کنفرانس له لارې،  يو شمير افغان او هندي هنرمندانو د خپلو  نقاشيو په اړه چې بيلابيلو پيغامونه وړاندې کوي معلومات ورکړل او خپل احساسات يې څرګند کړل

دغه نندارتون د هندوستان د (ابيګان) فرهنګي بنسټ او په هند کې د افغانستان سفارت د فرهنګي برخې په همکارۍ جوړ شو او د يو شمير افغان او هندي هنرمندانو د انځورګرۍ اثار پکې نندارې ته وړاندې شول.

کابل/ د چنګاښ ٨ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۲۲
Background image

روانه مياشت کې د هرات له موزيم او آرشيف څخه دوه نيم زره نفرو ليدنه کړې ده

پنجشنبه (۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د موزيم مدير نورزی وايي: په روانه مياشت کې د موزيم او آرشيف د ليدونکو شمېر کې د پام وړ ډيروالی راغلی دی، چې د تېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۴۳
Background image

روسي سيلانيانو پنجشېر ولايت ته سفر وکړ

چهارشنبه (۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) يو ډله روسي سيلانيانو پنجشېر ولايت ته د د تاريخي، تفريحي او لرغونو ځايونو د ليدو په موخه سفر وکړ او د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره يې د نوموړي په کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۳۷
Background image

سرپل ولايت ته د تلونکو سيلانيانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی

چهارشنبه (۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دې ولايت کې د طبيعي سرسبزۍ، سياحتي جاذبو او ډاډمن امنيت په تامينيدو سره د سيلانيانو په شمېر کې هم. . .

BACK TO NEWS