هارون حکیمي په قندهار کې له جنګي لرغونۍ کلا څخه لیدنه وکړه

گمنام (غیر مصدقہ)
Wed, Jun 16 2021 1:03 PM
 هارون حکیمي په قندهار کې له جنګي لرغونۍ کلا څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين هارون حکيمي، قندهار ته په خپل سفر کې په سپين بولدک ولسوالۍ کې له جنګي لرغونۍ کلا څخه ليدنه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه سفر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي آبداتو، لرغونپېژندنې او د پلان او پالیسۍ ریيسان، د دغه وزارت فرهنګي سلاکار او د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حکمت الله افغان د حکیمي ملتيا کوي.

د هنر او فرهنګ معین هارون حکیمي د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کړه وړه او فعالیتونه وستایل او وویل چي په دغو وروستيو کي په قندهار کي د زیات شمېر تاريخي آبداتو د ثبت او راجسټر کارونه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په قندهار کې يوشمېر تاریخي آبدې چې ځينې برخې یې ویجاړې شوې دې، تر ترمیم او بیارغاونې لاندې دي.

کابل/ د غبرګولي ٢۶ مه/ باختر