بامیانو کې د هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون او سیالۍ پیل شوه
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په فرهنګي مرکز کې د هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون او سیالي پیل شوه.
دغه سیالۍ او نندارتون د نقاشۍ، خطاطۍ، حکاکۍ، میناتورۍ او اسلامي هنري اثارو ته ځانګړي شوې ده. د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح وایي، په دغه نندارتون کې ۷۰ هنرمندانو ګډون کړی او څه باندې ۱۰۰ هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
نوموړي د دغه نندارتون د جوړولو موخه د هنرمندانو هڅونه او ملاتړ یاد کړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په پام کې لري، چې په راتلونکي کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.
ګډونوالو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او د هنر د ملاتړ لپاره یې د دا ډول پروګرامونو جوړول مهم او ارزښتمن وبلل. ګډونوالو د نندارتون د جوړولو له امله د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه مننه وکړه او د ورته سیالیو او نندارتونونو د لا ډېر جوړېدو غوښتنه یې وکړه. د دوی په وینا؛ دا ډول پروګرامونه د هنر د ودې لپاره اغېزمن او ګټور تمامیږي.
۱۴۴۸/۵/۱۶هـ ق