پروان کې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د کتابونو نندارتون ترسره شو

wasim_admin
Wed, Oct 28 2026 9:58 AM
..

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون له لوري د مطالعې او کیسې لوستنې د فرهنګ د ودې په موخه، د کتابونو نندارتون او د ماشومانو ترمنځ د کیسې لوستنې سیالۍ ترسره شوه.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر د مطالعې او کیسې لوستنې د ارزښت، د مطالعې فرهنګ د ودې او له عامه کتابتونونو څخه د ګټې اخیستنې د اصولو په اړه خبرې وکړې.
همداراز یو تن استاد د ټولنې د پیاوړتیا او په ژوند کې د دوامدارې مطالعې په برخه کې د ځوانانو د رول په اړه هم خبرې وکړې.
په دې سیمینار کې د ځوانانو چارو آمر د ماشومانو د راتلونکي جوړولو په برخه کې د کتاب د رول او د زده‌ کوونکو ترمنځ د مطالعې د دودولو په اړه خبرې وکړې.
په پای کې، د کتاب‌ لوستنې سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.

۱۴۴۸/۵/۱۶ هـ ق