د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د ۲۰مې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۲۰مې ناحیې (چهار آسیاب بازار) سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ فرهنګي چارو ریاست استازي انعام الله اماني د یاد کمېسیون د غړو په شتون کې له اصنافو، کسب کارانو او هټیوالو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
دغه راز، د کمېسیون غړو د طرزالعمل معیارونه پر لوحو او اعلاناتي تابلوګانو تطبیق کړل او د هغو مواردو د اصلاح لپاره یې وړاندیزونه وکړل چې له یادو معیارونو سره په ټکر کې وو. همدارنګه، د بهرنیو اصطلاحاتو او کلمو لپاره یې په ملي ژبو کې مناسب بدیلونه وړاندیز کړل او هغه لوحې او تابلوګانې یې پاکې کړې چې بې مفهومه، زړې او یا یې محتوا نامناسبه وه او د اسلامي احکامو، افغاني فرهنګ او د ا.ا له اصولو سره په ټکر کې وو.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې له ۱۰۰ څخه د زیاتو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه وشو.
۱۴۴۸/۵/۱۵