لغمان کې د خپرونو چارو معين د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل او د دوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واورېدل.
په ناسته کې د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رییس د رسنیو او خبريالانو ستونزو او وړانديزونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په لغمان کې د رسنيو وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو د مسلکي ظرفيت لوړونې، د رسنيو د فريکونسۍ، برېښنايي لګښتونو او مالياتي تعرفو په برخو کې د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو ته اړتيا شته.
ورته مهال د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي د رسنیو د مسؤلینو او خبريالانو د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ او ويې ويل: د رسنيو د برېښنايي بېلونو، مالیاتو او د فريکونسۍ اړوند ستونزو د حل په موخه يې د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره په بېلابېلو ناستو کې بحثونه کړي دي، چې هیله ده، یادې ستونزې ژر حل شي، ښاغلي فراهي د رسنیو د مسؤلینو او خبریالانو وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ هم څرګند کړ.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي فراهي لغمان ته د سفر پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون او سیمهییز موزیم څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې اړوندو مسؤلینو ته د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا، د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو او د تاریخي آثارو د لا ښې ساتنې په برخه کې اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې هم وکړې.
۱۴۴۸/۵/۳ هـ ق