لغمان کې د خپرونو چارو معين د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل او د دوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واورېدل.
په  ناسته کې د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رییس د رسنیو او خبريالانو ستونزو او وړانديزونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په لغمان کې د رسنيو وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو د مسلکي ظرفيت لوړونې، د رسنيو د فريکونسۍ، برېښنايي لګښتونو او مالياتي تعرفو په برخو کې د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو ته اړتيا شته.
ورته مهال د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي د رسنیو د مسؤلینو او خبريالانو د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ او ويې ويل: د رسنيو د برېښنايي بېلونو، مالیاتو او د فريکونسۍ اړوند ستونزو د حل په موخه يې د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره په بېلابېلو ناستو کې بحثونه کړي دي، چې هیله ده، یادې ستونزې ژر حل شي، ښاغلي فراهي د رسنیو د مسؤلینو او خبریالانو وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ هم څرګند کړ.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي فراهي لغمان ته د سفر پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون او سیمه‌ییز موزیم څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې اړوندو مسؤلینو ته د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا، د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو او د تاریخي آثارو د لا ښې ساتنې په برخه کې اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې هم وکړې.

۱۴۴۸/۵/۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

قانون حفظ آثار جهادی در ولایت میدان‌وردگ تشریح گردی

ریاست عمومی حفظ آثار جهادی به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ به اساس حکم زعیم کشور قانون حفظ آثار جهادی را تشریح کرد.
در این نشست، مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

دیدار معین امور نشرات با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های ولایت لغمان

مهاجر فراهی معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ و مولوی صفی الله رائد رییس نظارت بر رسانه‌های همگانی به ولایت لغمان سفر کردند. در این جریان این سفر با مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

برگزاری سیمینار یک روزه ارتقای‌ظرفیت مسلکی، فکری و عقیدتی خبرنگاران در لغمان 

این سیمینار از سوی معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان در تالار کتاب‌خانه‌عامه راه‌اندازی گردید.
در این سیمینار، مهاجر فراهی معین امور. . .

BACK TO NEWS