د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل
چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري همکاریو د پراختیا او د تاریخي آثارو د ساتنې په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د اذربایجان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر تاریخي، دیني، مذهبي او فرهنګي ګډو ارزښتونو ټینګار وکړ او ویې ویل: افغانستان او اذربایجان ګډه تاریخي او فرهنګي مخینه لري.
ښاغلي محمدوف زیاته کړه؛ چې د کابل له یو شمېر تاریخي او فرهنګي ځایونو، لکه موزیم، د هنرستان ګالري، د چهلستون ماڼۍ، د دارالامان ماڼۍ او عامه کتابتونونو څخه یې لیدنه وکړه. نوموړي همداراز د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي ته بلنه ورکړه، چې د فرهنګي خبرو په اوومه نړیواله غونډه کې چې د اکتوبر په وروستیو کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو ښار کې جوړیږي ګډون وکړي.
شیخ عبدالرحمن طیبي د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي او سیاسي اړیکو ته په اشارې وویل: افغانستان او اذربایجان په دیني، مذهبي او فرهنګي برخو کې ډېر ګډ ارزښتونه لري او باید له دغو فرصتونو څخه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي.
ښاغلي طیبي د اذربایجان له سفیر څخه وغوښتل، چې د فرهنګ او هنر په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي، د تجربو د تبادلې لپاره نوې لارې چارې برابرې کړي او د دواړو هېوادونو د فرهنګي بنسټونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.
په دې لیدنه کې د ګډو هنري نندارتونونو جوړول، د هنرمندانو او فرهنګي پلاوو تبادله، د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې د اذربایجان له تجربو څخه ګټه اخیستل او د موزیمونو او هنري ګالریو ترمنځ همکاري د وړاندیز شویو موضوعاتو له ډلې وې.
همداراز، د اسلامي هنر، خطاطۍ او مینیاتورۍ ګډ نندارتونونه جوړول، د افغان هنرمندانو د وړتیاوو لوړول، د دودیزو هنرونو او لاسي صنایعو په برخه کې همکاري او د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د برېښنايي کولو په برخه کې د تجربو تبادله د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له نورو وړاندیز شویو برخو څخه یاد شول.
د فرهنګ او هنر معین د ګډو فرهنګي پروګرامونو پر عملي کولو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو ترمنځ یې د منظمو اړیکو د رامنځته کولو او د همکاریو د تعقیب لپاره د مشخصو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د فرهنګي خبرو اترو په اوومه نړیواله غونډه کې چې په باکو ښار کې جوړیږي د فرهنګ او هنر معین صاحب د اذربایجان د سفیر بلنه ومنله.
۱۴۴۸/۵/۲ هـ ق