کندهار کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د جنوب لویدیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د استازو په شتون کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني خوښي څرګنده کړه، چې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ همغږۍ پیاوړې شوې او اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی دی. نوموړي له خبریالانو څخه مننه وکړه، چې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم خپل فعالیتونه ترسره کوي.
دغه راز د خبریالانو خوندیتوب د کمېټې مسؤل عطاء الله عمر وویل: د خبریالانو خوندیتوب کمیټه هڅې کوي چې خبریالانو ته د اطلاع رسونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي له ویاندویانو څخه وغوښتل چي له خبریالانو سره معلومات پر وخت شریک او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې نورې هم زیاتې کړي.
د ناستې په پای کي د رسنیزو چارو لا ښه کیدو په موخه د امارتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو خپل نظرونه او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.
۱۴۴۸/۴/۱۳ هـ ق