د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

wasim_admin
Tue, Sep 22 2026 9:14 AM
..

د کندوز او فاریاب ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په جلا جلا توګه د همغږۍ ناستې ترسره شوې.
د یادو ولایتونو د اطلاعاتو آمرینو رسنیو ته د اطلاعاتو پر وخت ورکول او د اطلاع رسونې بهیر کې د اسانتیاوو برابرول مهم وبلل او ویې ویل: له نېکه مرغه رسنیو ته د اطلاع رسونې بهیر کې اوس مهال لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو خبریالان او رسنۍ د یوې ټولنې مهمې برخې وبللې ویې‌ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه د رسنیو او خبریالانو پوره ملاتړ کوي او د رسنیو او خبریالانو د ستونزو حل یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.
ورته ‌مهال په ناستو کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د اطلاع رسونې بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او خوښي یې څرګنده کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له خبریالانو او سیمه‌ییزو رسنیو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هر اړخیزه همکاري کړې او د رسنیو ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې ده.

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق