د خپرونو چارو معین سرپل کې د امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم په شتون کې د سرپل ولایت د امارتي او خصوصي رسنیو له یو شمېر مسؤلینو او ژورنالیستانو سره د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې وکتل.
د دې لیدنې پر مهال د خصوصي رسنیو مسؤلینو او ژورنالیستانو ښاغلي معین صاحب او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د رسنیو د بريښنا د بیلونو او رسنیو ته د اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي ریاستونو له لارې د جوازونو اخیستلو اسانتیاوو برابرولو په اړه خپلې ستونزو او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د رسنیو مسؤلینو او ژورنالیستانو زیاته کړه، چې په سرپل ولایت کې اوس مهال د اطلاع رسونې په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي او ټول ژورنالیستان اطلاعاتو ته پوره لاس رسی لري.
ورته مهال د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد د یادو ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو او ژورنالیستانو پوره ملاتړ کوي او د رسنیو په وړاندې د شته ستونزو د حل په برخه کې پوره هڅې کوي.
نوموړو زیاته کړه، چې د رسنیو او ژورنالیستان د ستونزو د حل په موخه د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره بېلابېلې ناستې هم شوي دي او د موجودو ستونزو د حل او له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ لپاره به لازمې هڅې وشي.
۱۴۴۸/۴/۴ هـ ق