په تاله‌ او برفک ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو د تشریح په موخه ناسته وشوه

wasim_admin
Sat, Aug 08 2026 3:01 PM
..

د بغلان ولایت په تاله ا‌و برفک ولسوالۍ کې له ګڼ شمېر علماوو، قومي مشرانو، سیمه‌ییزو مسوولینو او د دې سیمې اوسېدونکو سره، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو د تشریح په موخه ناسته ترسره شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي په دې ناسته کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، د جهادي ارزښتونو د ساتنې او د تاریخي آثارو د خوندیتوب په اړه د ۱۷مې ګڼې فرمان اړوند خبرې وکړې او ویې ویل: د ۱۷مې ګڼې فرمان موخه د ناوړه دودونو اصلاح او ټولنیزې ستونزې کمول دي، نوموړي له خلکو څخه وغوښتل چې د دغه فرمان په تطبیق کې پوره همکارۍ وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس زیاته کړه، چې د جهادي ارزښتونو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او د دغو ارزښتونو ساتنه د هېواد د یووالي او ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول لري. نوموړي د تاریخي آثارو ساتنه هم د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت وباله او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره لازمه همکاري وکړي.
ورته مهال دیني عالم مولوي عبدالوهاب احمدي او د احسن‌العلوم مدرسې رئیس مولوي اخترمحمد عثماني، د تاله‌ او برفک ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب، د دې ناستې هرکلی وکړ او د یادو فرامینو د تطبیق په برخه کې یې بشپړ ملاتړ څرګند کړ. دوی همداراز د ناوړه دودونو د اصلاح، د جهادي ارزښتونو د ساتنې او د تاریخي آثارو د خوندیتوب په موخه پر هر اړخیزې همکارۍ هم ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق