لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو سره مشورتي ناسته ترسره شوه
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ د دې ولایت د رسنیو له مسؤلینو سره د زمري ۲۴مې (د فتحې ورځې) د ښې نمانځنې په موخه مشورتي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مولوي عبدالنور رسولي د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د زمري ۲۴مه د تاریخي ارزښت او لاسته راوړنو په اړه ولسونو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او د خپلو رسنیزو فعالیتونو له لارې د دې ورځې پیغام په پراخه کچه خپور کړي، ترڅو د ټولنې ټول قشرونه د دې ورځې له اهمیت، ارزښت او مفهوم څخه په ښه توګه خبر شي.
نوموړي د رسنیو رول مهم وباله او زیاته یې کړه، چې رسنۍ باید د زمري ۲۴مې د نمانځنې په برخه کې خپل مسؤلیت په مسؤلانه توګه ترسره کړي.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چې تر دې وړاندې یې هم په یاده برخه کې لازمې هڅې کړې دي او ژمنه یې وکړه، چې د زمري ۲۴مې د نمانځنې او عامه پوهاوي کولو لپاره به خپلې رسنیزې هلې ځلې لا پیاوړې کړي.
د ناستې په پای کې د رسنیو مسؤلینو خپل وړاندیزونه او ستونزې هم د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره شریکې کړې، چې د د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له لوري د لازمو همکاریو ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق