مجاهد موزیم ته یو عدد سیګنال لېږدونکې آله وسپارل شوه

wasim_admin
Tue, Jul 28 2026 9:28 AM
...

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته یو عدد امریکایي سیګنال لېږدونکې یا تعقیبي آله د یو تن مجاهد عبدالحمید عمران له لوري وسپارل شوه.
 د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد وویل: یاده آله چې د اشغال پر مهال د دښمن له لوري د مجاهدینو پر ضد کارول کېده، د تاریخي او جهادي آثارو د ساتنې په موخه مجاهد موزیم ته وسپارل شوه، ترڅو د هېواد د معاصر تاریخ د یوې برخې په توګه خوندي وساتل شي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: چې د اشغال پر مهال اشغالګرو دغه آله د لویو لارو په اوږدو او مهمو سیمو کې نصبوله او د مجاهدینو د موندلو، تعقیب او د تګ‌ راتګ د څارنې لپاره یې ترې کار اخیسته.
۱۴۴۸/۲/۱۳ هـ ق