کاپیسا کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر ځوانان وستایل شول
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ځوانان چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق د دغو نوښتګرو ځوانانو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل: دا ډول لاسته راوړنې د هېواد د صنعتي نوښتونو لپاره مهم بنسټ جوړوي. نوموړي زیاته کړه؛ اسلامي امارت د نوښتګرو او خلاقو کسانو ملاتړ ته ژمن دی.
ښاغلي وثیق د نننۍ نړۍ پرمختللي صنعتي وسایل د خلاقو او هڅاندو انسانانو د فکر او نوښت پایله وبلله او زیاته يې کړه، چې د افغانستان ځوانان هم د نوښت او خلاقیت په برخه کې لوړ استعدادونه لري، چې دا د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره د هیلو سبب شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تګاب، الهسای او حصه دوم کوهستان ولسوالیو نوښتګر ځوانان د ستایل شوي وو.
۱۴۴۸/۲/۱۱ هـ ق