میدان وردګو کې سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو، چې په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو، د افغانستان د آزادو ژورنالیستان د اتحادیې مشر، د طلوع نیوز رئیس او د سیمهئیزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ټولې رسنۍ، خبریالان، لیکوالان، قلموال مبارزین او ځوانان باید د حق وینا او په خپلو خبرو کې پوره دقت وکړي. میدان وردګو کې رسنۍ خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کوي او په دې ولایت کې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ پوره همغږۍ موجوده ده.
د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي وویل: د رسنیو دنده، د خلکو د پوهاوي لوړول، د سالم فکر پیاوړي کول، د یوالي ملاتړ او د ټولنیزو ستونزو مسؤلانه انعکاس کول دي، اوس چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په پوره امنیت کې ژوند کوو، دا یو مهم فرصت دی، رسنۍ باید له دې فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او رسنیز مسؤلیت ترسره کړي. د ښاغلي فراهي په وینا؛ د تېر اشغال پېښې او اغېزې باید ولس ته روښانه شي او همداراز د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه دې د علماوو او اړوندو مسؤلینو له لارې عامه پوهاوی وشي او د ناسمو دودونو زیانونه دې خلکو ته بیان شي.
ورته مهال د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور وویل: د رسنیو مسؤلین، خبریالان او قلموال مبارزین باید تل حق ووایي او د صداقت اصل په پام کې نیولو سره معلومات او اطلاعات تر خلکو ورسوي، همدارنګه د رسنیو مسؤلین، خبریالان او قلموال مبارزین باید تل حق ووایي او د صداقت اصل په پام کې نیولو سره معلومات او اطلاعات تر خلکو ورسوي.
په ټولیزو رسنیو د څار مسؤل مولوي صفيالله رائد وویل: د ژورنالیست، لیکوال او قلموال رسالت یوازې د خبر خپرول نه دي، بلکې د فکر روزنه، د ارزښتونو ساتنه، د حقیقت دفاع او د ولس د وجدان راویښول دي. قلموال مبارزین باید د تعصب، قوم پرستۍ، سمت پرستۍ او ژبنۍ اختلاف پر ضد د حق غږ پورته کړي. ځوانان د دې خاورې د سبا هیلي دي. باید خپل استعدادونه د علم، څېړنې، نوښت او خدمت لپاره وکاروي.
دغه راز د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د طلوع نیوز رئیس فرید الله محمدي او یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو او د کابل پوهنتون استاد محمد شفیق وردګ د خبریالۍ د اصولو او بنسټونو او د خبریالانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: خبریالان کولای شي، چې د رسنیو له لارې په فکري او فرهنګي ډګر کې په اغیزمنه توګه مبارزه وکړي، په رسنیز کار کې ښه نیت، اخلاص او د ټولنې د ګټو په پام کې نیول ځانګړی اهمیت لري.
ویناوالو زیاته کړه، چې خبريالان بايد د حق مدافعين، د هېواد د عليا مصالحو پالونکي او د خپل نظام په استحکام کې ونډه اخيستونکي وي. خبريال بايد درک کړي چې هره خبره يې زرګونه خلک اوري او لولي او هره خبره يې کلونه کلونه پاتې کېدای شي؛ نو بايد داسې څه ووايي چې راتلونکي کې ورته د خير ذريعه وي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د دغه سیمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې هم د خبریالانو او ځوانانو د ظرفیت لوړونې او استعدادونو د ودې لپاره ورته پروګرامونه جوړ شي.
۱۴۴۸/۱/۲۸ هـ ق