زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Sat, Jun 20 2026 10:04 AM
..

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د یاد سمینار د جوړېدو موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او مطالعې لور ته د ځوانانو هڅول یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پلان لري، په راتلونکي کې هم د ځوانانو، زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره علمي او فکري روزنیز سیمینارونه جوړ کړي.
د سیمینار وړاندې کوونکو او د ځوانانو چارو آمر د قرآنکریم او احادیثو په رڼا کې د مطالعې د ارزښت، د مطالعې ډولونه، د مطالعې په اړه د پوهانو نظرونه او په عمومي توګه د مطالعې د ګټو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو یاد سیمینار ګټور وباله او د ورته نورو پروګرامونو د جوړیدو غوښتونکي شول.

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق