د پاچا خان نړيوال سمينار د جوړولو کمېټې شپږمه غونډه جوړه شوه

گمنام (غیر مصدقہ)
Sun, Apr 11 2021 2:45 PM
د پاچا خان نړيوال سمينار د جوړولو کمېټې شپږمه غونډه جوړه شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ د پاچا خان د نړيوال علمي سمينار د جوړولو کمېټې شپږمه غونډه نن جوړه شوه .
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ محمد طاهر زهير په دې غونډه کې په ښه ډول د سمينار پر جوړولو چې بهرني ميلمانه هم ورته رابلل کېږي، ټينګار وکړ.
د کمېټې غړیو د چاپ لپاره د کتابونو د عنوانونو د ټاکنې او د بهرنيو ميلمنو د بلنې پر څرنګوالي خبرې وکړې .
بايد وويل شي چې د دغه علمي سمينار د جوړولو د نيټې پريکړه راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه .
کابل/ د وري ٢٢ مه/ باختر