د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

wasim_admin
Wed, Jun 10 2026 11:59 AM
..

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د فیروزکوه موسسې عمومي رئیس هري وارډل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د یادې موسسې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یې معلومات شريک کړل.
نوموړي د موسسې اړوند د غالۍ اوبدلو پروژې په اړه هم معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې دغه پروژې په بامیان ولایت کې هم پیل کړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل هڅه کوي، چې د بامیان ولایت تاریخي او ارزښتمن آثار په سمه توګه وساتل شي او هغه آثار چې ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري، ورغول شي.
نوموړي د فیروزکوه موسسې له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د شش پل تاریخي کاروان‌سرای د بیارغونې د دویم پړاو د پیل لپاره هڅې زیاتې کړي، ترڅو دغه تاریخي ځای په بشپړه توګه ورغول شي.
نوموړي همدارنګه د فیروزکوه موسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به په بامیانو کې د دغې موسسې له  فعالیتونو او پروګرامونو څخه په بشپړ ډول ملاتړ وکړي او هېڅ ډول همکارۍ به ونه سپموي.

 ۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق