د ګرځندوی، مالي او اداري معین لوګر ته سفر وکړ

wasim_admin
Thu, May 21 2026 9:22 AM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ لوګر ته د سفر په لړ کې د ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او د دې ولایت د رسنیو له مسؤولینو سره د لیدنې ترڅنګ په چارو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي جمال لوګر ته د سفر موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اداري چارو ارزول، ستونزې، وړاندیزونه، مشورې اورېدل او د ولایت مقام سره د همغږۍ زیاتوالی یاد کړل.
د لوګر ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نظام ژبه، د فرهنګ کور او د تاریخي هویت د ساتنې مرکز یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې ولایت مقام د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اړوند چارو د لاپیاوړتیا په برخه کې هر راز ملاتړ ته چمتوالی لري.
ورته …